IQNA

د غزی د ازادۍ په كاروان د اسراييل حكومت د حملی د څیړنی لپاره يوه نړيواله كمیټۍ جوړیږی

23:20 - June 08, 2010
د خبر لمبر: 1936465
سياسی ډله: د ملګرو ملتو ستر سكترښاغلی بان كې مون د غزی د ازادۍ په كاروان د اسراييل حكومت د حملی د څیړنی لپاره د يوې كمیټۍ د جوړولو خبر وركړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "العرب آن لائن" ويب پاڼې یې نقلوی چې بان كې مون د تركی لومړی وزير ښاغلی رجب طيب اردګان سره په ټيلفونی خبرو كې وويل چې د غزی د ازادۍ په كاروان د اسراييل حكومت د حملی د څیړنی لپاره ملګرو ملتونو د نيوزی لينډ پخوانې لومړی وزير ښاغلی "جفری پالمری" په مشرۍ كې يوه نړيواله تحقيقاتی كمیټۍ د جوړولو فيصله كړی ده.
هغه زياته كړه چې دا تحقيقاتی كمیټۍ به د غزی په امدادی او مرستندویې كاروان باندې د اسرائيل حملی مكمل تحقيقات كولو سره راتلونكو دوو مياشتو كې به، دې حملی په هكله خپل پوره راپور وړاندې كوی.
رجب طيب اردګان له ملګرو ملتوو غوښتنه كړې ده چې هغو دې په اسرييلو سخت بنديزونه ولګوی او د غزی مظلوم خلكو ته د مرستې رسولو لپاره دې د مرستندويو كاروانونو سره پوره پوره ملاتړ وشی.
592787
captcha