IQNA

په جنوبی افريقې كښې "د دين اسلام د ارزښتونو پيژنګلوی" نندارتون

0:09 - June 09, 2010
د خبر لمبر: 1936492
نړيواله ډله: د مسلمانانو ځوانانو د نړيوال انجمن، په 2010 كال كښې په جنوبی افريقې كښې د فوټبال د نړيوالو مقابلو په ترڅ كښې، د اسلامی ارزښتونو د پيژنګلوۍ لپاره يو بشپړ پروګرام په نظر كښې نيولی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې انجمن له كارونو څخه ځينې كارونه دا دی چې د اسلام د ارزښتونو د پيژنګلوۍ لپاره هغه لس ډګرونو سره خوا كښې چې د 2010نړيوالې مقابلې پكښې كیږی، دا نندارتونونه ولګوی.
د مسلمانانو نړيوال انجمن همدارنګ، د بيت‌الله الحرام، مسجدالنبی(ص) او مسجدالأقصی(ص) لوی لوی تصويران په دې غرض چې خلك د مسلمانانو مقدس ځايونه وپيژنی، لګوی.
همدارنګ به دا انجمن د دې ډګرونو په خوا كښې ځينې ځايونه اجاره كوی چې د اسلامی عقايدو ځينې ليكنې او تصويران ترې خپاره كړی.
593625
captcha