د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له (ايرنا) راديو یې نقلوی، د تاجكستان لومړی وزير په يو مطبوعاتی كنفرانس كښې وويل په دغه بيانيه كښې چی د نړۍ له اويا د زياتوهيوادونو د بریښنا او اوبو وزيرانو لاسليك كړی ده نړيوالې ټولنې ته بلنه وركړل شوی ده د درستو انسانانو د اړتياوو په پوره كولو كښې د اوبو له زيرمو دسمې استفادی او په سيمه ايزه او نړيواله سويه له دغو زيرمو د استفادی په لاره كښې د ستونزو د ختمولو لپاره تابياوی غوره كړی .
هغه زياته كړه دغه بيانيه به د ملګرو ملتو عمومی ټولنې ته ۲۰۱۲ م كال د اوبو د ديپلوماسۍ د كال په نامه وړاندی شی . دغه غونډه له وړمی ورځی راهيسی د دوو ورځو لپاره د تاجكستان په پلازمينی دوشنبی كښې روانه وه.