د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی د ملګرو ملتو د امنيت شورا۱۹۲۹ نمبر پريكړه ليك چی د ياران د اتومی پروګرام پر ضد له اجماع پرته د څو لويدیځو هيوادونو په دباوو سره تصويب شو وغانده او ویې ويل د ايران ملت په تيرو ديرشو كلونو كښې ثابته كړی ده چی له ميدان څخه نه تښتی .
هغه زياته كړه د ايران ملت د اسلامی انقلاب له بريا وروسته بنديزونه په فرصتونو بدل كړی دی او په ايران د بنديزونو د زياتيدا په باب نوی پريكړه ليك به هم يو بستر شی څو ايرانی پوهان د پوهی نوی څوكی فتحی كړی .
آيت الله خاتمی د ايران پر ضد د پريكړه ليك د صادرولو لپاره د ملګرو ملتو د امنيت شورا درستو غړو د نظر د جلبولو لپاره د واشنګټن ناكامۍ ته اشاره وكړه او ویې ويل امريكا چی له تركی او برازيل څخه یې په زاريو غوښتی ؤ د ايران د اتومی موضوع د آواری او د سونګو د تبادلی لپاره هڅی وكړی د تهران پرضد په نوی پريكړه ليك سره خپلی غوښتنې ته شا كړه .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په نړيوالو اوبو كښې د غزی د آزادۍ او انسان دوستانه مرستو په كاروان د صهيونست رژيم يرغل وغانده او ویې ويل امريكا چی له ديموكراسۍ د ملاتړ ادعا كوی ولی یې اجازه ورنكړه چی امنيت شورا د اسرائيلو پر ضد پريكړه ليك صادر كړی او په خپلی قانونی دندی عمل وكړی .
آيت الله خاتمی زياته كړه د ايران پرضد د امنيت شورا لخوا د پريكړه ليك صادرولو ثابته كړه چی نړۍ بايد د يوه خپلواكه ارګان په فكر كښې واوسی ، ځكه دا څو كاله كیږی چی د اوسنيو ملګری ملتونود رسوایۍ نغاره ډنګیږی .
595217