د «naharnet» د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: نبيه بری د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو مشرانو او د اسلامی كانفرنس د سازمان د مشورتی شوری غړيو ته د يو ليك په لیږلو سره له هغو نه وغوښتل چی د صهيونيسټی رژيم له خوا د غزی د محاصری د ختمولو لپاره د غزی د ازادی د بیړيو په شان بیړيو له چلولو څخه ملاتړ وكړی.
بری په دغه يادونه كښی ټينګار وكړ چی د صهيونسټی رژيم او د هغو سازمانونو او ارګانونو د بائيكاټولو لپاره چی له دغه رژيم سره په ارتباط كښی دی ژر تر ژره غوڅی فيصلی په نظر كښی ونيولی شی.
595604