IQNA

په انګلستان كې د امام خمينې رح) په نوم يوه ځانګړنه مجله خپره شوه

23:46 - June 13, 2010
د خبر لمبر: 1939105
د كلتور او هنر ډله: د امام خمينې رحمه الله عليه د يوويشتمې كليزې په مناسبت په انګلستان كې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ د انګريزی ژبی كسانو لپاره د امام د ژوند او افكارو سره اشنایې په هدف دا مجله خپره كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې ځانګړنی مجلی كې د امام خمينې رحمه الله عليه د ژوند ليك د ځوانی وخت او دينې محصلی په توګه ژوند د شاهنشاه حكومت سره مبارزې، د تبعيد او جلاطنی د انقلاب كاميابيدا او اته كاله جنګ ته اشاره شوی ده.
د سلمان رشدی په هكله د امام خمينې فتوای او د روس ولسمشر ښاغلی ګورباچوف ته د امام خمينې تاريخی او يادګار ليك هم بيان شوی دی.
دا ځانګړنه مجله د اسلامی مركزونو د لندن په رسندويو اوپه منچستر او بيرمنګهام ښارونو كې ويش شوه او د خلكو هركی سره مخامخ شوه
595553
captcha