د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد وويل، بې شكه ، دايران دملت په وړاندې د امريكا د دښمنۍ علت په ټولو ډګرونو كې د ايران د ملت د ودې مخنيوی دی.
هغه چې بیګاه په شانګهاې كې د سلګونو ايرانيانو او چينی مقاماتو او شخصيتونو په ټول كې خبرې كولې،د ايران او چين روابط مخ په وده وبلل،او وې ويل، د دواړو هيوادونو روبط د ټولو په ګټه دی او د هیڅ هيواد په مقابل كې نه دی .
هغه دامريكا تر ملاتړ لا ندې د امنيت شورا د ايرانی ضد پريكړه ليكه په اړه وويل، دغه پريكړه ليك بې ارزښته دی ،ځكه چې د ظلم او بې عدالتۍ په اساس دی.
596121