IQNA

په لندن كې د قران پاك نوی انګريزی ترجمه چاپ او خپره شوه

23:56 - June 14, 2010
د خبر لمبر: 1939832
د قرانی كارونو ډله: په لندن كې د قران پاك نوې انګريزې ترجمه چاپ شوی ده او د مصر قرانی محقق او د لندن پوهنتون د ختیځ ‏او افريقی مطالعاتو سنټر د علوم قران استاذ ښاغلی محمد عبد الحليم د قران دا ترجمه كړې ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې الاهرام یې نقلوی چې ښاغلی محمد عبدالحليم د ‏رسندويو سره په خبرو كې وويل چې د قران پاك د انګريزۍ ژبی دا ترجمه همدا اوس د اكسفورډ پوهنتون خپرندویې چاپ كړی ده ‏او د انګريزۍ ترجمه نه پرته په دې كې د قران پاك عربی متن هم شته.‏‎ ‎
دې مصری محقق دې ترجمې په هكله وويل چې زه له څو كلونو د بريطانيه په پوهنتون كې د قرانی علمونو تدريس كوم او د قران ‏پاك موجودو انګريزی ترجمو څخه زه راضی نه ؤم.‏‎ ‎
هغه زياته كړه چې په دې ترجمو كې ډيرې غلطيانې شته دی د هغو د تصحيح كولو ضرورت شته همدې لامله ما د دې غلطيانو د ‏تصحيح كولو په اراده سره د قران پاك دغه ترجمه كړې ده.‏‎ ‎

‏596576‏
captcha