IQNA

په قطر كې د قران پاك لومړۍ نړيوال سيمينار ترسره كيدونكې دی

16:20 - June 18, 2010
د خبر لمبر: 1941628
د قرانی كارونو ډله: د قطر په پلازمينې دوحې په الميلينيوم هوټل كې د روانی ميلادی مياشتی جون په ‏ديرشمی نیټې د قران پاك لومړی سيمينار تر سره كیږی چې پكښې د اسلامی نړۍ ځينې عالمان او قرانی ‏څیړاند ګډون كوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قطری ورځ پاڼې الرايه یې نقلوی چې د ‏قطر د دارالقران د ادارې كونسل مشر ښاغلی ابراهيم الابراهيم د دې خبر د وضاحت كولو سره وويل چې د ‏دوحې په الدحيل سيمې كې د قطر د اوقافو او مذهبی چارو وزير ښاغلی"غيث الكواری" په څارن كې دا ‏سيمينار تر سره كیږی. ‏
هغه زياته كړه چې د دې سيمنار د تر سره كولو مقصد د اصولو سره اشنایې په سبب د مسلمانانو په دين ‏اسلام باندې د اعتماد زياتولی او مزبوطول دی ‏
دې سيمينار سره سره د قطر د دار القران الكريم د پروګرامونو او فعاليتونو كې فعالو كسانو درناوې هم ‏كیږی.‏‎ ‎
‏598469‏
captcha