IQNA

اعتكاف په اصل كښې د دې لپاره دی چې د ټولنې ستونزې ورسره هوارې شی

22:54 - June 18, 2010
د خبر لمبر: 1941880
د افتخاری خبريالو ډله/ سيدجعفر فاطمی‌نوش‌آبادی: آيت‌الله‌العظمی جوادی آملی د ټول هيواد د اعتكاف د پروګرام د ترسره كوونكی مشرانو سره په ليدلو كښې وويل: د جمات ګوټ ته تلل، خلوت كول او ټولنې سره خپلې اړيكې پريكول، دې ته رهبانيت وايی چې په اسلام كښې نيشته، اعتكاف كه څه هم خلوت كول دی خو ټولنې سره خپلې اړيكې ساتی او په اصل كښې اعتكاف د ټولنې د ستونزو د هوارولو لپاره دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د افتخاری خبريالو په ګزارش چې د حوزې د خبرونو له مركز یې نقولی، آيت‌الله‌العظمی جوادی آملی د پنجشنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په 27 نیټه د ټول هيواد د اعتكاف د پروګرام د ترسره كوونكی مشرانو سره په ليدلو كښې وويل: اعتكاف په اسلام كښې يو مقدس او ځانته عبادت دی او د لمانځه او حج په شان اهميت لری.
هغوی زياته كړه: د خدای ميلمانه چې كله اعتكاف كوی د خدای له خوا ورته ځينې ډالۍ په لاس ورځی نو دې ته پام بايد په يو داسې ځای كښې وی چې نور خلك هم له دې ډالو ګټه واخلی، مطلب یې دا نه دی چې ځانته كښينی او څوك له هغوی خبر ونه لری.
آيت‌الله جوادی آملی وويل: كوم هيواد چې اعتكاف لری بايد په ټولې نړۍ لوړ وی ځكه چې په اعتكاف كښې خلكو ته هم د خدای پيغام رسی او خدای ته د خلكو پيغام.
آيت‌الله جوادی آملی زياته كړه: د جمات ګوټ ته تلل، خلوت كول او ټولنې سره خپلې اړيكې پريكول، دې ته رهبانيت وايی چې په اسلام كښې نيشته، اعتكاف كه څه هم خلوت كول دی خو ټولنې سره خپلې اړيكې ساتی او په اصل كښې اعتكاف د ټولنې د ستونزو د هوارولو لپاره دی.
آيت‌الله‌العظمی جوادی آملی وفرمايل: كوم كسان چې درې ورځې په اعتكاف كښې كښينی هغوی بيا بې لارې نه ځی او همدا سبب كیږی چې ټولنه ورسره ښائسته كیږی او دا د اعتكاف كلتوری پيغام دی.
599599
captcha