د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا نندارتونه به د مونيخ ښار د قومی كتابتون په مرستې سره تر سره كیږی.
او دا نندارتون به درې مياشتی دوام مومی په دې نندارتون كې د اسلامی مختلفو زمانو اسلامی هنری اثار كیښودی شی.
پرته له دې د مونيخ ښار د موزه لخوا هم سږ كال په اكتوبر مياشتی كې د اسلامی خطاطی او نقاشی په موضؤع يو نندارتون ترسره كیږی چې پكښې د اسلامی مختلفو دورونو او وختونو سره تړلی د اسلامی خطإطۍ او نقاشی څيزونه كیښودی شی.
600764