د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الراية» ورځپاڼې چې له قطره چاپیږی یې نقلوی، د خدمت قران مؤسسې مشر «عبدالله بن محمد النعمة» په دې هكله وويل: د دې مقابلو پوښتنې او بحثونه د دې مركز د يو خپروونكی ادارې له يو كتابه "د قران د حفظ كولو طريقې او د انسان په روغولو كښې د هغې لاس" چې «خالد بن عبدالكريم اللاحم» ليكلی دی، ترسره كیږی.
هغه زياته كړه: كوم كسان چې په دې مقابلې كښې ګډون كول غواړی هغوی د قران د خدمت مركز «عبادالرحمن» ته په مراجعې سره (چې د قطر په پلازمينه دوحې ښار كښې په الوعب سيمه كښې دی) دا كتاب ترلاسه كړی او په دې مقابلو كښې د ګډون لپاره دې هغه ولولی.
601521