IQNA

په يوكراينی ژبی كې د قران پاك لومړی ترجمه خپره شوه

22:28 - June 27, 2010
د خبر لمبر: 1946939
د قرانی كارونو ډله: د يوكراين د اسټرو قومی پوهنتون استاذ "ميخايلو ياكوباويچ" د قران پاك ژْباړه د لومړی ځل لپاره په يوكراينی ‏ژبه كې خپره او بازار ته راغله. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو خبری اژإنسه "‏WAM‏" یې نقلوی چې "ميخايلو ‏ياكوباويچ" د دې ترجمی د پوره كيدو لپاره نږدې يو زر نه زيات قرانی سرچينې او له څلویښتنو زيات د قران پاك تفسيرونو مطالعه ‏وكړه.‏
هغه د قران پاك د پوره ترجمی د ليدلو نه علاوه د قرانی ټكو او اصطلاحاتو باندې مشتمل يو لغت هم ليكلی دی او دا یې هم د دې ‏كتاب وی څپركې جوړ كړی دی. ‏
‏"ميخايلو ياكوباويچ" د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله وسلم حديثونه او د مسلمانو عالمانو او د فلسفيانو پخوانی كتابونو هم په ‏يوكراينی ژبی كې ترجمه كولو فيصله كړی ده.‏
‏603047‏
captcha