IQNA

په برونایې كې د محصلانو مخصوص د قران پاك د قرائت دوره پاې ته ورسيده

22:56 - June 29, 2010
د خبر لمبر: 1948463
د قرانی كارونو ډله: د برونایې په كيارونګ ښار په جامې جومات كې د روانی مياشتی جون په اووه ويشتمې نیټې د محصلانو د قران پاك د قرائت ښوونيزه دوره پاې ته ورسيده
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Bru Direct" ويب پاڼی یې نقلوی چې په دې ښوونيزې دورې كې له درې سوه زيات زده كوونكی ګډون كوی. او د دې دورې په ختيميدو سره د برونايی د اوقافو اومذهبی چارو وزير سلاكار ښاغلی "باہرم بن باھار" په لاس سرټيفيكټ او سند وركولی شی.
د دې دورې ترسره كوونكې كمیټۍ مشر ښاغلی "ہسلين بن علی" په دې پروګرام كې وويل چې له ميلادی كال 1998ء تر اوسه پورې په دې جومات كې له زرو زياتو محصلانو ته سرټيفيكټ او سند وركړی شوی دی.
605500
captcha