IQNA

په جنوبی فلوریډا كښې امريكې د شيعو غونډه شورو شوه

23:24 - July 03, 2010
د خبر لمبر: 1950207
نړيواله ډله: د امريكې د شيعو غونډه د چنګاښ د مياشتې په 12 نیټه د په ميامی ښار كښې په فلوریډا ولايت كښې شورو كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «palmbeachpost» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا ناسته د هيوسټن د مسلمانانو په مرستې سره په ځينې موضوعاتو لكه "مسلمانانو سره معاملې" او "په لويدیځ كښې قران" سره ترسره كیږی.
د فلوریډا د شيعو له لسګونو زيات عالمان او شيعو د جماتونو غړی له د جعفريه اسلامی بنياد او 1500 مسلمانان له ټولې امريكې په دې دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون كوی.
«محمد علی بيگ» د «تمپا» ښار د اسلامی مركز«مدينه العلم» امام، او «اورلاندو» ښار د «حسينی» اسلامی مركز مشر په فلوریډا كښې په دې هكله وويل: دا غونډه د ټولو مسلمانانو لپاره يو ميدان دی چې مسلمانانو ته د ورپیښ كړكيچونو او ستونزو په هكله پكښې خبرې اترې وشی.
د په امريكې كښې په دې هكله د مسلمانانو شپږمه غونډه ده چې ترسره كیږی.
608150
captcha