د قطر د الشرق ورځپاڼی په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې ابراهيم الإبراهيم په دی هكله ووېئل: له دی نه پس به د حافظی كورنۍ مقابلۍ په كلنۍ توګه د روژی په مياشت كښی تر سره كیږی او د كورنۍ غړی پكښی ګډون كولی شی.
ده زياته كړه: دغه مقابلی به له راتلونكو كلونو څخه د نړۍ د مختلفو هيوادونو د يو شمير كورنيو په شتون سره تر سره كیږی او په بين المللی مقابلو به بدلیږی.
اﻻبراهيم څرګنده كړه: د قرآن حفظولو او د قرآنی علومو زده كولو ته د كورنيو هڅول، د قرآن په آيتونو كښی تدبر او په قرآنی احكامو او تعليماتو باندی د عمل كولو لپاره هڅه ددغه مقابلو د تر سره كولو له اهدافو څخه دی.
609819