IQNA

د علامه فضل الله مرګ د اسلامی امت لپاره يو لوی زيان دی

20:59 - July 06, 2010
د خبر لمبر: 1952460
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د مسلمان عالمانو انجمن پرون د ميلادی د مياشتې جولایې په پينځمې نیټې په خپلې يوې بيانې كې د لبنان د شيعه ؤ ستر مجتهد ښاغلی علامه فضل الله مرګ یې د اسلامی امت لپاره يو لوی غم او زيان وباله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان د مسلمان عالمانو انجمن په دې بيانې كې ټينګار كړی دی چې د علامه فضل الله مرګ اسلامی امت لپاره يو لوی غم او ستر زيان دی ځكه چې هغه د اسلامی يووالی يو بې مثاله او پخوانې استازې ؤ
په دې بيانې كې راغلی دی چې چې علامه فضل الله يو ستر فقيه او تبليغی او داسې استاذ ؤ چې ټول عمر یې د علم خدمت او د اسلامی امت په دفاع كې او بياپه تيره په اسلامی يووالی او وحدت راوستوكې تير كړ.
دې انجمن په خپلې بيانې په پاې كې له الله تعالی د علامه لپاره د بخښنې او د هغوې كورنۍ لپاره د صبر غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې علامه فضل الله چې د لبنان د شيعه ؤ ستر مرجع و د ګردو بيمارۍ لامله پرون په لبنان بهمن روغتون كې په پينځه اوويا كلن عمر كې په حق ورسيد.
610025
captcha