IQNA

سيد حسن خمينې د علامه فضل الله په غم كې د تسليت پيغام خپور كړ

22:01 - July 07, 2010
د خبر لمبر: 1952590
سياسې ډله: د لبنان د شيعه ستر مجتهد ښاغلی علامه سيدحسين فضل‌الله په غم كې ښاغلی حجت‌الاسلام سيدحسن خمينی د حزب الله ستر سكتر ښاغلی سيد حسن نصرالله په نوم د تسليت او تعزيت پيغام ولیږل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری مركز جماران یې نقلوی چې د حضرت امام خمينې رحمه الله عليه ګران نماسې ښاغلی حجت‌الاسلام سيدحسن خمينی د لبنان د شيعه ؤستر مجتهد ، مجاهد او د اسلامی يووالی بنسټګر ښاغلی ايت الله سيدمحمد فضل الله د په حق رسيدو او غم كې د حزب الله مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله په نوم يو پيغام خپور كړ.
د پيغام متن دا دی.
متن اين پيام به اين شرح است:
بسمه تعالی
ګرانه مجاهده وروره ښاغليه حجت‌الاسلام و المسلمين آقای سيدحسن نصرالله (دامت بركاته)؛
د آيت‌الله العظمی آقای حاج‌سيد‌محمدحسين‌ فضل‌الله (طاب ثراه) غم چې يو عمر یې د اسلام د دفاع او د خدای په لاره كې په جهاد كې تير كړ د زما زړه ته یې ډير درد ورساوه
زما لخوا دا غم د ستاسو، د هغه حضرت كورنۍ او همدارنګ د لبنان شيعه او ټولو مسلمانانو ته تسليت وايم او له خدای تعالی دې مجاهد لپاره د بخښنې دعا كوم.
بې شكه چې د هغه حضرت او بزرګوار هغه ورځې چې امام خمينې رحمه الله عليه سر ه یې تير كړی او هغه ورځې چې د اسرييلو د مقاوت په هكله یې تيرې كړی دی يو ارزښتمن توښه ده چې دا مرحؤم یې لری.
الله تعالی دې دوې زمونږ ګران پيغمبر او ستر او لوی اولياوؤ سره محشور كړی امين
سيدحسن خمينی
610779
captcha