IQNA

د تنزانيه تازه مسلمانانو ته قران پاك ډالۍ شول

20:05 - July 08, 2010
د خبر لمبر: 1952591
د قرانی كارونو ډله: د تنزانيا اصلی وګړې د يمن د اوقافو او اسلامی چارو كمیټۍ مخامخ د كلمې په ويلو سره مسلمان شو او يو قران پاك ورته په ډالۍ كې ورسيده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د تنزانيه د يو راپور پر اساس، د يمن د عدن ښار د اسلامی اوقافو او چارو مشر دې خبر په اعلان كولو سره وويل چې ښاغلی «الفريم يوهن» چې په اصل كې تنزانيایې دی څه مودې پورې د اسلام په هكله په مطالعی او څیړنی كې بوخت ؤ او د اسلام په هكله په مكمل او بشپړه تحقيق نه پس یې د اسلام سپیڅلی دين قبول كړ.
يوهن د اسلام ته د ګروهنې نه پس یې خپل نوم عبدالعزيز وټاكل اوس هغې ډلی ته شامل شو چې د يمن په عدن ښار كې یې تازه اسلام قبول كړې دی اوس غواړی چې د اسلام په هكله خپلو تحقيقاتو ته ادامه وركوی چې د اسلام په هكله معلوماتو كې یې زياتوالی راشی.
په همدې وجې د يمن د اوقافو وزارت دې نوې مسلمانانو ته د كلام الهی (قران پاك) يوه يوه نسخه ډالۍ كړه .
607349
captcha