IQNA

په تركیې كښې د حلال د محصولاتو نړيواله نندارتون

17:51 - July 11, 2010
د خبر لمبر: 1954215
نړيواله ډله: د حلال د محصولاتو نړيواله نندارتون د پنجشنبې په ورځ د تلی د مياشتې له اتمې تر يوولسمې نیټې د تكیې په استنبول ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له gidaraporu یې نقلوی، د حلال محصولات چې د څلویښتو هيوادونو د استازو په ګډون سره لكه ايران، عراق، سوريه، چين، انډونيشيا، امارات متحده عربی، هالينډ، انگلستان او سعودی عربستان سره دا نندارتون د «CNR Expo» په نامه د تركیې په تقريبا له پينځلسو زرو زياتو مربع میټرو په ځمكه كښې ترسره كیږی.
په دې نندارتون كښې غذايی، بهداشتی او دارويی محصولات چې اسلامی شريعت سره سم وی وړاندې كیږی او همدارنګ په نړيوال بازار كښې د دې محصولاتو حالت د مسلمانانو كارپوهانو په ګډون سره له هغه پروګرامونو دی چې په دې نندارتون كښې په نظركښې ساتلی شوی دی.
612615
captcha