IQNA

په مصر كښې د ړندو لپاره د قران لومړنۍ ډيجیټل نسخه خپره شوه

20:13 - July 15, 2010
د خبر لمبر: 1956232
نړيواله ډله: د مصر د سكندريه ښار د طه حسين كتابتون د كم نظر لرونكيو او ړندو لپاره د قران لومړنۍ ډيجیټل نسخه بازار ته راوانه كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «المصريون» روځپاڼې یې نقلوی، دا ډيجیټل نسخه د نړيوال سټينډرډ په ګټې سره له ډيجیټل اطلاعاتو جوړه شوې ده، دا نسخه ړندو ته دا امكان وركوی چې د خط بريل په وسيله د قران تلاوت هم واوری.
«لمياء عبدالفتاح» د اسكندريه د كتابون مسئول په دې هكله وويل: دا طرحه مو د دې لپاره جاری كړې ده چې د اسلامی نړۍ ړندو او كم نظره خلكو ته د قران په لوستلو كښې اسانی وی.
613307

captcha