عدنان قاسم الصالحی چې د قران د نړيوالو مقابلو فيصله كوونكی او د په بصره كښې د دارالقران مشر د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د ايران د قران دا نړيوالې مقابلې په ډېرو هيوادونو كښې د قرانی مقابلو لپاره مثال او نمونه شوې دی، او دا خبره د حضرت آيتالله خامنهای(مدظلهالعالی) په حكيمانه مشرۍ او د قران د چارو په ښه حمايت باندې روښانه دليل دی.
هغه بيا د قران په هكله د امام علی(ع) يو حديث وړاندې كړ«اقرأوا القرآن، فإن الله لا يعذب قلباً وعى القرآن» او په عراق كښې یې قرانی چارو ته اشاره وكړه: د بصرې ولايت د خپل حساس موقيعيت په سبب د دينی او قرانی چارو لپاره يو درون مركز ګرځيدلی دی.
هغه زياته كړه: د بصره په دارالقران الكريم كښې تقريبا 140 د فقه، عقايد او سيرت معصومين(ع) او د قران دورې مو په بيلا بيلو سيمو كښې ترسره كړی. چې غرض یې د وحدت او ورورولۍ پيدا كول وو ځكه چې په دې دورې كښې اهل سنتو هم ګډون درلود.
615838