IQNA

په نيوزيلينډ كښې د قران د ښځو سره خاص د حفظ د مقابلو اوومه دوره ترسره كیږی

22:27 - July 19, 2010
د خبر لمبر: 1958803
نړيواله ډله: د قران د ښځو خاص دحفظ مقابله د زمری د مياشتې په 16 نیټه د نيوزيلينډ په «اكلند» ښار كښې په زايد كالج كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «vicmuslims» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مقابلې د نيوزيلينډ د «ولينګټون» ښار د ويكټوريا د پوهتنون د مسلمانانو محصلانو په مرسته په دې غرض ترسره كیږی چې مسلمانانې ښځې د قران د حفظ لپاره تشويق كړی.
دا مقابلې د زمری د مياشتې په 16 نیټه د هغه ځای په وخت سهار له 10 بجو شورو كیږی چې پكښې به د بيلا بيلو عمرونو مسلمانې ښځې ګډون كوی چې له 5 سپارو تر 30 سپارو په بيلا بيلو مرحلو كښې به ترسره كیږی.
617253
captcha