IQNA

د ايران قاريان د قرائت په ميدان كښې په اسلامی نړۍ كښې له ټولو وړاندې دی

22:47 - July 20, 2010
د خبر لمبر: 1959506
نړيواله ډله: د ايران د قران په نړيوالو مقابلو كښې د ايرانی قاری «مسعود نيكدستی» په لومړۍ رتبه راتلل او په تير كال كښې د مليشيا په نړيوالې مقابلې كښې د ايرانی قاری «جعفر فردی» په دويمه دتبه راتلل د دې علامت دی چې د قران په تلاوت كښې په اسلامی نړۍ كښې ايرانی قاريان له نورو وړاندې دی.
د ايران د قران په اووه ويشتمې نړيوالې مقابلې كښې د سريلنكا نماينده جميل محمد د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: ما تر اوسه پورې د قران په نړيوالو قرانی مقابلو د هندوستان، مصر او مليشا په هيوادونو كښې ګډون كړی دی، خو د ايرانی قاريانو سطحه د اسلامی نړۍ له نورو قاريانو لوړه ده.
هغه زياته كړه: د ايران نماينده د ايران په نړيوالو مقابلو كښې د لومړۍ رتبې لائق و او د هغه تلاوت د نورو په نسبت په اخرنی مرحله كښې ډېر ښكلې او جذاب و كه څه هم د تنزانيا د قاری تلاوت هم ډېر ښكلې و.
جميل محمد په ادامه كښې د ايران د قاريانو د قرائت ښكلا يوازې په يوه قاری كښې منحصره ونه ګڼله بلكه زياته یې كړه: تير كال د مليشيا په نړيوالو مقابلو كښې د جعفر فردی په دويم نمبرراتلل د دې علامت دی چې د قران په تلاوت كښې په اسلامی نړۍ كښې ايرانی قاريان له نورو وړاندې دی.
618076
captcha