IQNA

ابوالقاسم ديباجی: د امام مهدی عليه السلام د زوكړې جشن د اسلامی وحدت نخښه ده

22:28 - July 29, 2010
د خبر لمبر: 1963749
نړيواله ډله: په كويت كې د ايت الله سيستانی استازې ښاغلی سيد "ابوالقاسم ديباجی" ويلی دی چې د امام مهدی عليه السلام د زوكړې جشن د اسلامی وحدت نخښه ده
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويتی روځ پاڼې الرای یې نقلوی چې د كويت په سالميه سيمه په زين العابدين جومات كې د امام مهدی عليه السلام د نيكمرغه جشن په ډيرې درناوې تر سره شو. چې پكښې د ايت الله سيستانی استازې ښاغلی سيد "ابوالقاسم ديباجی" خطاب وكړ او وې ويل چې د دولسم امام مهدی عليه السلام په ظهور سره به دنيا له امن و امان ډكه او د مينې ګواره به جوړه شی او له ټولې نړۍ به د تفرقی اوور ختم شی او د ورورولۍ فضا به قايمه شی.
هغه وويل چې پينځلسم شعبان هم په لويو اخترو كې حسابیږی او مسلمانان هركال د امام مهدی عليه السلام د زوكړې جشن په تر سره كولو سره هغه سره بيا بيعت كوی.
په كويت كې د ايت الله سيستانی استازې ښاغلی سيد "ابوالقاسم ديباجی" حضرت امام مهدی عليه السلام د ټولو پيغمبرانو لنډيز او په ځمكې دخدای تعالی حجت دی.

622504
captcha