IQNA

د لاهور په نندارتون كې مذهبی كتابونه وړاندې كړی شول ‏

18:53 - August 01, 2010
د خبر لمبر: 1965294
د تفكر او نظر ډله: د پينځلسم شعبان په مناسبت سره د په لاهور كې د ايران كلتوری مركز د لكهنوی انجمن اماميه په بلنې د راوی ‏درياب په څنګ كې مذهبی كتابونو نندارتون تر سره كړ ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې نندارتون كې په لاهور كې د ايران د كلتوری مركز د مهدويت په د ‏پيژنګلو په وجه نږدې درې سوه كتابونو نندارتون تر سره كړ چې په ډير كتابونه د دولسم امام حضرت امام مهدی عليه السلام د ژوند ‏د حالاتو په متعلق دی
په دې موقع څو اهم مذهبی شخصيتونه لكه د ايران د كلتوری مركز مشر، د لكهنوی اماميه انجمن مشر ښاغلی جاويد زيدی او مذهبی ‏پوهاند ښاغلی ګلفام حسين هاشمی وغيره هم موجود وو ‏
په دې موقع مذهبی پوهاندو د دولسم امام په حضور خپل عقيدت ګلونه وړاندې كړ ‏
په اخر كې هم د دولسم امام منوونكو خپلې خپلی عريضی راوی درياب ته واچولې او دا عمل د سهار لمونځ پورې دوام لرلو او پس ‏له دې د سهار لمونځ تر سره شو
‏623809‏
captcha