د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژإنس راصد یې نقلوی چې د الاحساء سيمه شيعه كسان چې په مدينې منورې كې په يو هوټل كې د دولسم امام حضرت امام مهدی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت مذهبی مراسم ترسره كول په دې وخت د سعودی "امربالمعروف و نہی عن المنكر" يزيديانو حمله وكړه.
د عينی شاهدانو له قوله چې "امربالمعروف و نہی عن المنكر" چارواكو له ديوالونو ټول بورډونه وغورځول او په ځمكې یې وغورځول چې ورباندې مختلف حديثؤنه ليكلی وو او په دې مذهبی مراسمو كې ګډؤن كوونكی یې له هغه ځايه په ايستلو مجبوره كړ.
څرګنده دې وی چې د سعودی عرب دا "امربالمعروف و نہی عن المنكر" كمیټۍ د شيعه زاروارانو سخت نظارت كوی او دومره پورې چې دعاګانو كتابونه هم له هغو اخلی او په بيت الله او نبوی (ص) جومات كې دننه نه پریږدوی.
624301