IQNA

احمدی نژاد: صهيونيسټ رژيم په داسې حالت كښې ندی چې په ايران حمله وكړی

15:57 - August 03, 2010
د خبر لمبر: 1966595
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران و لسمشر په دې خبرې سره چې د‎ ‎امپراتورۍ پړاو پاې ته رسيدلی دی وويل بايد ټول ملتونه او ‏حكومتونه په عادلانه ډول او په احترام سره دنړۍ په مديريت كښې فعال ګډون ولری .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون ‏په تهران كښې له ايرانه بهر د هستوګنه ايرانيانو په غونډې كښې په ايران د صهيونيسټ رژيم د حملې د احتمال په باره كښې ‏ټينګار وكړ صهيونيسټ رژيم د ايران په معادلاتو كښې كوم ځاې نلری او په داسې مقام كښې نه دی چې وغواړی په ايران حمله ‏وكړی.‏
ښاغلی احمدی نژاد د استكبار د تاريخی پړاو د پاې ته د رسيدا خبره وكړه او ویې ويل د انسانيت پر اساس نوی پړاو په لاره كښې ‏دی او د انسانانو ترمينځ تعامل بايد د جنګ پراساس نه وی بلكې د اړيكو بنسټ بايد د عشق، محبت او سرشيندنې پراساس وی.‏
ولسمشر په دې خبرې سره چې زورويونكی قدرتونه د مديريت، اقتصاد، سياست او ترهګرۍ په شمول په ټولو ډګرونو كښې بندون ‏ته رسيدلی دی او د هیڅ مسلې د حل جوګه نه دی زياته كړه كله چې يو سياسی نظام خپله جاذبه له لاسه وركوی او وسلو ته مخه ‏كوی نو پړاو یې ختم شوی دی.‏
ډاكټر محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د امپراتورۍ پړاو پاې ته رسيدلی دی وويل بايد ټول ملتونه او حكومتونه په ‏عادلانه ډول او په احترام سره د نړۍ په مديريت كښې فعال ګډون ولری.‏
د ايران ولسمشرهمدا راز په دې خبرې سره چې د ايران له اسلامی جمهوريت سره د سترو قدرتونو دښمنۍ د دنيا د مديريت د ‏څرنګوالی په سر ده وويل د ايران ملت او د سيمې نور ملتونه هیڅ كله اجازه نه وركوی استعمار په نويو ادبياتو سره دوباره د ‏مينځنی ختیځ په سيمې سلطه وكړی.‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د دنيا د اوسنی مديريت په رودې نيوكې سره ټينګار وكړ د ايران ‏اسلامی جمهوريت له يو اړخيزه، ظالمانه او له داسې مديريت سره چې د انسانانو په سپكاوی ولاړ وی مخالف دی.‏
د ايران ولسمشر د خپلې وينا په يوې بلې برخې كښې په دې خبرې سره چې نن ايران په دنيا كښې د عدالت غوښتنې چورليز دی ‏وويل لويدیځ هيوادونه د ملتونو لپاره د ايران په بيلګه ګرځيدا اندیښمن دی خو د ايران ملت تل حق غوښتونكی وو او دی او ‏ايرانيان د نړۍ په هره سيمه كښې د ايران د لوړوای لپاره يو بيرغ دی.‏
ډاكټر محمود احمدی نژاد دغه راز د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د اروپای اتحادیې د ايران ضد بايكاټونو ته اشاره وكړه او يو ‏ځل بيا یې ټينګار وكړ بايكاټونه د ايران د ملت د پرمختګ مخه نه نيسی.‏
هماغه ډول چې د ايران داسلامی جمهوريت مسولانو په ځلونو ويلی دی دښمانان په ايران د بايكاټ په لګولو سره هڅه كوی د ‏ايران د اسلامی جمهوريت د نظام د لوړو هدفونو د تحقق په لاره كښې خنډ رامينځته كړی په داسې حال كښې چې په تجربې سره ‏ثابته شوی ده دغه بايكاټونه نه يوازې خنډ نه دی بلكې د ايران د پرمختګ لپاره زمينه هم برابروی.‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل صهيونيسټ رژيم په داسې حالت كښې نه دی چې وكولای شی په ايران حمله وكړی.‏
‏625393‏
captcha