د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست نن له داخلی او بهرنيو خبريالانو سره په خبری غونډه كې په ننۍ نړۍ كې د توپيری او ناعادلانه سياستونو په اړه له هيواده بهر د ميشتو ايرانيانو په ستر نندارتون كې د اسلامی ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد ويناو ته په اشارې سره زياته كړه ايران پياوړې او مذبوت منطق او دليل لری او چمتو والې لری چې د نړۍ په هرې برخې كې د نړيوالو مسايلو په اړه خپل دریځونه د نړۍ خلكو ته ورسوی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په عراق كې د حكومت د جوړيدا په اړه هم وويل د عراق درستې داخلی ډلې، مقامات، مسولان او هغه درست هيوادونه چې په سيمه كې سوله او ثبات او امنيت غواړی په عراق كې د ژر تر ژره ولسی حكومت د جو ړيدا غوښتونكی دی
هغه زيا ته كړه چې په عراق كې به د ولسی حكومت په جوړيدا سره دغه هيواد ته سملاسی امن ستون شی او د درستې لپاره به هم ګټه ور وی.
مهمان پرست همدا راز د لبنان، سوریې او عربستان د مشرانو په شتون سره د بيروت د درې اړخيزې غونډې په هكله وويل هر هغه بهير چې د صيهونيسټ رژيم له فتنو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هيوادونو تر مينځ بڼه غوره كوی د ايران له لوری مثبت اقدا م دې او درست هيوادونه بايد په ځيرتيا سره په سيمه كې له فتنو او ناامنيو سره مقابله وكړی او هر هغه كړچار چې په سيمه كې د ارامښت او امنيت په ټينګولو كې مرسته وكړې شی، ښه كړچار دې.
625875