د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس محيط یې نقلوی چې د جامعه الازهر مشر ښاغلی احمد الطيب ويلی دی چې ايرانی خلك زمونږ په باره كې خو ډير څه معلومات لری خو مونږ د ايران او فارسی ژبی په هكله ډير معلومات نه لرو.
هغه زياته كړه چې د انګريزی ژبی تدريس سره سره د فارسی، تركی او فرانسوی ژبی تدريس هم شورو كیږی.
يادونه كوو چې په مصر كې د فارسی ژبی تدريس كیږی او د مصر د بولاق چاپخانې په فارسی ژْبې كې كتابونه هم خپور كړی دی چې پكښې د بوستان سعدی، ګلستان سعدی او مثنوی وغيره شامل دی.
همدا رنګ د جامعه الازهر د سپوږميز چينل چارواك هم په فارسی ژبی كې د پروګرامونو د خپرونی په هكله سوچ كوی.
625867