IQNA

د نړيوال اسلامی انجمن ناسته تر سره كیږی

21:12 - August 04, 2010
د خبر لمبر: 1967388
نړيواله ډله: په مكې كې د اسلامی مذهبونو د نږديوالی نړيوالې غونډې مشر ښاغلی "آيت اللہ محمد علی تسخيری" په شتون كې د ‏نړيوال اسلامی انجمن ناسته شورو كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سعودی عرب ورځ پاڼې المدينه یې نقلوی چې دا ناسته د سعودی ‏عرب مفتی ښاغلی "عبدالعزيز بن عبداللہ آل شيخ" په مشرۍ كې په مكې مكرمې كې تر سره كیږی. ‏
په دې ناستې كې د نړيوال اسلامی انجمن د غړيو نه سوا نور نوموړی مذهبی شخصيتونه هم ګډون كوی. ‏
د نړيوال اسلامی انجمن مشر ښاغلی "عبداللہ بن عبدالمحسن التركی" ويلی دی چې د جوماتونو نړيوال كونسل ناسته هم په مكې ‏مكرمی كې تر سره كیږی.‏
هغه زياته كړه چې دا ډول ناستو كې يو بل سره د خيالاتو د بدلولو او خبريدلو موقع ملاویږی او د يو بل د ستونزو په ختميدو كې هم ‏په كار راځی.‏
‏625814‏
captcha