د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "zaynabacademy" ويب پاڼې یې نقلوی چې د دې كورس بندوبست او انتظام د پاكستان د زينب سلام الله عليها اكیډمی كړی ده دا دوره به په ديرشم شعبان شورو كیږی او د روژی مباركی مياشتی اخيره پورې به دوام لری.
دا دوره به په انګريزۍ ژبې كې تر سره كیږی چې پكښې د حديثونو او معتبرو تفسيرونو نه استفاده كیږی او ګډون كوونكو ته د هغو ترجمه او د قران پاك تفسير ښودنه كیږی.
يادونه كوو چې د زينب سلام الله عليها اكیډمی يوه غير سركاری تعليمی اداره ده چې په ميلادی كال 2005ء كې جوړه شوی ده او ددې ادارې د جوړيدو مقصد دا ؤ چې د پاكستان ښځو ته د اسلامی او قرانی علومو تعليم وركړی شی.
628891