IQNA

پرون د چهارشنبه په ورځ، ډيرو مسلمانانو روژه وه

13:06 - August 12, 2010
د خبر لمبر: 1971985
نړيواله ډله: د چهار شنبه په ورځ په سعودی عرب، قطر، اردن، الجزائر، شام، بحرين، ليبيا، يمن، تركی، انډونيشيا، ملائيشيا، لبنان، فلسطين، كويت، تيونس، امارات او د مصر مسلمانانو د روژی مباركی مياشتی لومړۍ روژه وه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې په اسلامی نړۍ كې د مياشت د ليدلو په اړه اختلافات، بيا څرګند شوی دی او په اسلامی نړۍ كې د لومړۍ روژی په هكله اختلاف پيدا شوی دی.
په ځينې اسلامی هيوادونو كې په چهار شنبه لومړۍ روژه وه او په ځينو نورو اسلامی هيوادونو كې د روژی د مباركې مياشتې لومړۍ روژی اعلان د زيارت او پنج شنبه په ورځ شوی دی.
هغه هيوادونه چې د پنجشنبه ورځ پكښې لومړۍ روژه ده دا دی: ايران، پاكستان، افغانستان، عمان او ہندوستان
د شيعه ؤ ستر آيت اللہ العظمی سيستانی دفتر هم دا راپور وركړی دی چې د پنجشنبه په ورځ لومړۍ روژه ده نو په عراق كې هم لومړی روژه په پنجشنبه ده
631055
captcha