د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له امارتو له ورځ پاڼې الاتحاد یې نقلوی د سعودی چارواكو په وينا دا ساعت او ګهنټه به د اسلامی وخت (Islamic Mean Time) ښودنی نخښانه وی او يو نيم ارب مسلمانان به له دې پس د لندن د ساعت په ځای له اسلامی وخت (Islamic Mean Time) استفاده كوی.
له برجه د ساعت او ګهنټې اوچتوالی 251 مټره ده او هغه ستنی او برج چې دا ساعت او ګهنټۀ ورباندې ده د دبئ د خليفه برجه پس د نړۍ دوهم لوړه ستنې او برج حسابیږی.
دا ساعت چې اوږدوالې یې 40 میټره او اوچتوالې یې 400 میټره دی د مكې له ټولو ښارګيو ليدل شی او ددې وزن 36 زه ټنه دی او په داسې ستنې لګيدلی دی چې دولس زره ټنه وزن لری.
د نړۍ د «الله اكبر» غټ ټكی په همدې ساعت ليكلی شوی دی. داسې چې د الله الف اووږدوالې 23 میټره دی همدارنګ د ساعت او هر دواړو طرف ته د (لا إله إلا الله ـ محمداً رسول الله) كلمه ليده شی.
دا ساعت او ګهنټه په جرمنی كې د جرمنی او سويزرلينډی انجنئيرانو جوړه كړی دی
د ويلو ده چې ځينو كسانو ددې ګهنټې د بيت الله كعبی څنګ په لګولو نيوكې هم ګړی دی چې دا شرعی حرام دی.
631156