د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Arab News» ورځ پاڼې یې نقلوی چې دا مركز به د اسلام سره د اشنایې نړيوال فاونډيشن (WAI) په څارن كې او د اسلامی نړۍ غونډې (MWL) سره تړلی دی.
په مكې كې د اسلامی نړۍ غونډې (MWL) د دفتر مشر ښاغلی «احمد الشمرانی» په دې هكله وويل چې هغه كسان چې په دې مركز كې داخلیږی هغه ته به د قران پاك او سنت په اړه لازمی او ضروری ښودنو تربيت وركولی شی.
«احمد الشمرانی» ددې مركز د جوړيدو مقصد د تكړه كسانو په مختلفو هيوادونو كې د اسلام تبليغ كولو لپاره تربيت كول دی
د اسلام سره د اشنایې نړيوال فاونډيشن (WAI) يو غير سركاری سازمان دی چې د اسلامی نړۍ غونډې (MWL) سره تړلی دی او په مدينې منورې كې یې دفتر دی او په رياض مكې او جدې ښارونو كې هم څانګی لری.
631049