د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قرانی خبری اژانس مزن یې نقلوی چې دا قرانی پروګرام د روژی مباركې مياشتې كې د سيهات ښار د څلورمی قرانی دورې په عنوان تر سره كیږی چې پينځه ورځې به دوام لری.
د سيهات ښار د شيعه مسلمانانو د قران پاك انجمن د يوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وكړ چې په دې دورې كې د نوم ليكلو وخت له ميلادی مياشتې اګست له اوومې نیټې شورو كیږی او ددې دورې موضوعات او مضمونونه به شيعه ؤ ستر دينی عالم ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين «علی هلال الصيود» او د سعودې عرب د قرانی محقيقين تياروی
په دې اطلاعيه كې راغلی دی چې دا قرانی دوره د سيهات ښار د قران پاك انجمن په مركزی دفتر چې په النور محلی كې دی تر سره كیږی.
631305