د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ساتندوې شورا مشر او د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... جنتی نن د جمعی په ورځ د روژی د مباركې مياشتې په دوهمه نیټه د تهران په جمعی لمانځه چې د تهران په پوهنتون كې تر سره كيده، كې ټينګار وكړ، هر چيرې چې د ايران ملت احساس كړی چې امريكايان د اټومی پروګرام په اړه ټينګار كوی، نو په هوښيارۍ سره د دې ټينګار علت یې پيژندلی دی ځكه چې خلك پوهیږی، چې امريكا د ايران د ملت دښمنه ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب بنديزونه، د ايران په مقابل كې د امريكا يو جنايت وباله او وې ويل، امريكايان له دې موضوع نه تيریږی او د ايران ملت ته ستونزې رامنځته كوی، او په داسې پروګرامونو پسې دی چې خلك تسليم شی خو نه پوهیږی چې كوم ملت سره مخامخ دی.
د ساتندوې شورا مشر او د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... جنتی د ايران د خلكو په حق كې د امريكا بيلا بيلو خيانتونو ته په اشارې سره وويل، په دې نه انكاريدونكی سندونه او مدركونه شته دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دوام كې د لبنان د مقاومت د برياليتوب د كليزې ورځ يعنې د زمری ۲۳ ته په اشارې سره وويل، د حزب ا... با ايمانه ځواكونو په ۳۳ ورځنی جنګ كې د صهيونسټ رژ يم په مقابل كې چې ډير مغرور شوی وو، مقاومت وكړ او په پايلې كې یې، دغه رژيم شرموونكی شاتګ وكړ.
ايت الله جنتی ټينګار وكړ، دغه برياليتوب، يو كلك ګوزار و چې د اسراييلو او امريكې په سر ولیګيده او تر اوسه پورې له شرمه سر نه شی ؤچتولی.
632250