د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «aimislam» خبری اژانس یې نقلوی، دا جلوس په د فلسطين د محاصرې او اشغال د ختمولو په غږ سره او د صهيونيسټو د نويو اباديو د ختمولو په غږ سره په لندن كښې د «ماربل آرچ» له بلډنګه چې په اكسفورډ روډ كښې دی، شورو كیږی اود امريكې د سفارت مخې پورې به دوام ولری.
دا جلوس د اهلبيت(ع) اسلامی فاونډيشن، د اهل بيتو(ع) د انجمن، د مسجد الاقصی د دوستانو د سازمان، ديورپ د اسلامی فانډيشن، د انګلينډ د اسلامی مركز، د حقوق بشر د اسلام كميشن، د برتانيا د مسلمانانو محصلانو د فاونډيشن، داسلامی اتحاد انجمن، د صهيونيسټانو په ضد د يهوديانو د فاونډيشن، د برتانيا د مسلمانانو د اتحادیې اود فلسطين د بيا ستنيدو د مركز په مرسته ترسره كیږی.
چې پكښې به د پوهنتونونو مهم شخصيتونه خبرې اترې كوی.
633724