د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د سوريه له رسمی خبری اژانس (سانا) یې نقلوی، احسان هندريكس وويل: د مسلمانانو عالمانو د دنړيوالې اتحادیې غړی د لګيا دی چې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره يو كاروان تياركړی.
هغه زياته كړه: دا كاروان به د د اسلامی نړۍ د لويو شخصيتونو په ګډون سره د روژې له مباركې مياشتې وروسته د غزې په لور روانیږی.
د جنوبی افريقې د قضايی عالی شورا مشر د مسلمانانو عالمانو د نړيوالې اتحادیې د دبيرخانې د شورا غړی «احسان هندريكس(Ihsan Hendricks)» د خپلو خبرو په دوام كښې د غزې د خلكو بد حال ته اشاره وكړه، ویې ويل: څلور كاله وشی چې غزې د صهيونيسټو په محاصرې كښې ده د دې كاروان بیړۍ به دا محاصره ضرور ماتوی او خلكو ته به وښايی چې د غزې خلك يوازې نه دی.
634616