IQNA

د ايران قرانی نابغې د نړۍ د پوهنتون استاذان حيران كړل

19:25 - August 16, 2010
د خبر لمبر: 1974881
د قرانی چارو ډله: زمونږ د هيواد د يوې قرانی نابغې «رقيه محمدی» چې د اته كالو په عمر كښې د ټول قران حافظه ده د زرګونو روژه لرونكيو په ټولنه كښې په كلتوری هنری پروګرام "د جانان په درشل" كښې درناوې وشو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، پرون د يكشنبې په ورځ د زمری دمياشتې په 24نیټه چې د روژې دمباركې مياشتې څلورمه نیټۀ جوړیږی، په يو پروګرام "د جانان په درشل" كښې زمونږ د هيواد د يو ځوان چې 16 كلن دی او د 11كالو په عمر كښې یې د انګلستان له پوهنتونه افتخاری دكترا اخستې ده، درناوې او قدرونه وشوه.
په دې پروګرام كښې رقيه محمدی چې د ايران قرانی نابغه ده او له څلورو تر اته كالو په عمر كښې یې قران خفظ كړی دی اود لندن د اسلامی مركز له خوا له بلنې وروسته د انګلينډ په يو معتبر پوهنتون كښې ورته د وړې ډاكټرې او د شيعه اسلام د مبلغې لقب وركړې شو.
هغې په دې پروګرام كښې وويل: په انګلينډ كښې يو ځل په څلورو ساعتونو كښې رانه د سلو موضوعات مفاهيمو او قرانی اطلاعاتو په هكله پوښتنه وشوه او خدای په مرسته مې تقريبا د 91 پوښتنو ځوابونه صحيح وركړل.
هغې زياته كړه: د پروګرام په پای كښې راته يوې عيسايی ښځې چې 22كلنه وه وويل چې ما سره په مسلمانيدو كښې مرسته وكړه.
634592
captcha