IQNA

د لندن په مركزی جمات كښې د قران كريم د حفظ مقابلې ترسره كیږی.

23:21 - August 17, 2010
د خبر لمبر: 1975838
نړيواله ډله: د قران كريم د حفظ سراسر مقابلې د وږی د مياشتې په 7 او 8 نیټۀ د روژې د مباركې مياشتې په مناسبت د لندن په مركزی جمات كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له چې «iccuk» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مقابلې د لندن د مركزی جمات او د اسلامی كلتوری مركز په مرسته په دې غرض ترسره كیږی چې مسلمانان ځوانان د قران كريم د حفظ په لور وهڅوی، او په هغوی كښې په اسلامی چارو كښې د ګډون شوق واچوی او د قران په مطلبونو باندې عمل كولو ته ترغيب وكړی.
په دې مقابلو كښې به دريو ګټونكيو كسانو ته د لندن د مركزی جمات له خوا ډالۍ وركول كیږی.
635760

captcha