د قران كريم د اتلسم نړيواله نندارتون مشر مهرداد رخشنده د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د دې نندارتون نړيواله برخه به د شنبې په ورځ د وږی د مياشتې په ديرشمه نیټه چې د روژې د مياشتې لسمې نیټې سره سمون لری د اسلامی كلتو او رتباطو د مركز د مشر «مهدی مصطفوی» په ګډون سره او د بهرنيو هيوادونو د څیړاندی او هنرمندانو 24 كس په ګډون سره شورو كیږی.
په دې نندارتون كښې به له پينځلسو هيوادونو لكه: پاكستان، هندوستان، روسيه، تركيه، سوريه، لبنان، بنگلادش، تايلينډ، آذربايجان، قرقيزستان، بوسنی، كويت او تونس هنرمندان ګډون كوی او خپل قرانی اثار لكه خوشنويسی، د سروزرو كار (تذهيب) وړاندې كوی چې يوه اوونۍ به ننداره كوونكيو ته ښودل كیږی.
636189