د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له زمان ورځپاڼې یې نقلوی، د قران كريم د مينه والو د انجمن ويندويی «احمد شيشمان(Ahmet Şişman)» په دې هكله وويل: د 2010 كال د قران كريم په نامه د كیښودلو په مناسبت، د قران كريم د مينه والو انجمن په دې هكله ډېر پروګرامونه ترسره كوی چې اعلان به یې د افطاری په پروګرام كښې چې د وږی د مياشتې په څلورمه نیټه د يكشنبې په ورځ ترسره كیږی،او پكښې ډېر سياسی، دينی او بهرنی شخصتونه ګډون كوی، كیږی.
هغه زياته كړه: د دې انجمن له كارونو يو كار دا دی چې د قرانی اثارو لپاره يو قرانی ميوزيم خلاص كړی او د قرانی اثار لكه كتابونه، قرانی تاريخ، نقاشی، خوشنويسی، د قران خطی نسخې په كښې د نندارې لپاره كیښودل شی.
640238