IQNA

په امريكې كښې د "دينونه د صلحې لپاره دی" مؤسسې له خوا د قران سوزول وغندل شول

23:08 - August 25, 2010
د خبر لمبر: 1981575
نړيواله ډله: د دينونه د صلحې لپاره، نړيوال سازمان له خوا چې په نړۍ كښې د دينونو له ټولو لوی سازمان دی، د امريكې په يو ولايت فلوریډا كښې د كشيشانو له خوا د يوولسم ستمبر د قران د سوزولو ورځ په توګه ټاكنه په سختۍ سره غندلې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له الشرق الاوسط نړيوالې ورځپاڼې یې نقلوی، دې نړيوال سازمان چې په نيويارك كښې یې ځای دی په يوې بيانیې كښې اعلان كړی دی: د امريكې د كليسا دا قدم چې د قران نسخې وسوزوی يو ډېر خطرناك او سپكاوې كوونكی قدم دی چې د مسلمانانو د مقدساتو سپكاوې ورسره كیږی.
په دې بيانیې كښې تاكيد شوی دی چې ټولې نړۍ د مسيحيت د فرقو مشرانو دا كار غندلی دی.
د يادونې ده چې د فلوریډا د ولايت يوې كليسا د قران د نسخو سوزولو لپاره يوه ورځه چې يوولسم ستمبر دی ټاكلې وه چې ورسره ډيرو مسلمانانو او عيسانو مخالفتونه كړی دی.
641195
captcha