ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له Haber 7 یې نقلوی، د استنبول د ښار مفتيانو په يوه اعلاميه كښې خبر وركړې چې د قران كريم نړيوال ضافت د ايرانی، سوډانی، سوری او مصری قاريانو په ګډون سره ترسره كیږی.
په دې اعلامیې كښې ويلی دی: د قران كريم دا نړيوال ضيافت د قران كريم د نازليدو د يو زر څلورسوه يم كال په مناسبت، د استنبول په شپږو لويو جماتونو كښې ترسره كیږی.
«سلطاناحمد»، «ايوب سلطان»، « جامع مالتپه(Maltepe) جومات»، «مهرماه سلطان(Mihrimah Sultan)» چې په «اسكودار(Üsküdar)» سيمه كښې دی، « مدينه جومات» چې په «عمرانيه(Ümraniye) سيمه كښې دی» او «اولو جامی(Ulu Cami)» جومات چې په «شيرين اولر(Şirinevler)» سيمه كښې په استنبول كښې دی، دا پروګرام ترسره كیږی.
643736