د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د محلات ښار د اسلامی تبليغاتو ادارې په همكارۍ سره يو قرانی محفل تر سره شوی دی چې پكښې د نيم ور ښار د جمعی امام ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين "جليل شريفی نيا" په وينا كولو سره وويل چې قران پاك د شيطان د حملو نه د بچيدو لپاره يو محفوظه قلعه ده او كوم كس چې په دې قلعی كې پناه واخلی هغه به له شيطانی وسوسو محفوظ پاتی شی.
هغه وويل چې د قران پاك قرائت او په دې كې تدبر او ورباندې عمل كول يوه ضروری چاره ده.
روښانه دې وی چې په دې نورانی محفل كې نوموړی قاريانو په ګډون وكړ او خپل تلاوت سره یې د حاضرينو زړونه روښانه كړ.
644316