د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د اسلامی مذهبونو د نږديوالی نړيوال ټولنې په خپلې يوې بيانې كې ويلی دی چې د قدس ورځ د ټؤلو مسلمانانو د استكبار به خلاصيدو ورځ ده او همدارنګ دا د اسلامی امت د يووالې ورځ ده.
په دې بيانې كې راغلی دی چې حضرت امام خمينې رحمه الله عليه د خپلی بصيرت په وجه دا ورځ د قدس ورځ ونوموله چې د لومړۍ قبلې د ازادۍ لپاره ټول مسلمانان متحد شی همدا وجه ده چې نه يوازې په اسلامی هيوادونو كې بلكې په غير مسملمان هيوادونو كې هم دا ورځ لمانځلې شی.
د اسلامی مذهبونو د نږديوالی نړيوال ټولنې هغه ادارې هم وغندلې چې هغو په څرګنده توګه د انسانی حقوقو خبرې كوی خو په فلسطينيانو باندې د اسراييلو په ظلمونو ېې سترګې پټئ كړی دی.
644731