د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې الاخبار یې نقلوی چې د قران پاك د نړيوالو مقابلو د افتتاح په موقع د مصر لومړۍ وزير ښاغلی "احمد نظيف" شيخ الازہر "احمد الطيب" د مصر مفتی ښاغلی علی جمعه او د مصر د اوقافو او اسلامی چارو وزير ښاغلی " محمود حمدی زقزوق" موجود وو.
د اوقافو وزير وويل چې دا ځل په دې مقابلو كې 68 هيوادونو د قران پاك حافظان او قاريان برخه اخلی د الازهر پوهنتون مشر إحمد الطيب په مسلمانانو ټينګار وكړ چې هغوی په قران پاك كې تدبر او تفكر او د خدای تعالی احكامو باندې عمل كولو كوشش وكړی.
645039