IQNA

نن په اتلسم نندارتون كښې د افريقې د قرانی چارو څیړنه

0:40 - September 02, 2010
د خبر لمبر: 1985889
نړيواله ډله: "قران د په نړيوال ډګر كښې" ناسته نن د افريقې د قرانی كارونو په څیړنې سره د وږی د مياشتې په 10 نیټه د قران كريم په اتلسم نړيوال نندارتون كښې څیړل كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، "قران د نړيوال ډګر كښې، براعظم افريقه" تخصصی ناسته په دې غرض چې د افريقې قرانی چارې پكښې وڅیړل شی، ماځیګرد جامعة‌المصطفی(ص) العالميه د نړيوال مرستيال حجت‌الاسلام حكيم‌الهی او په نيجريه كښې د ابو جا پوهنتون د عملی غړی عبدالقادر مبارك په ګډون سره په نيجريه كښې ترسره شوه.
دا ناسته د جامعة‌المصطفی(ص) په مرسته په علامه امينی هال كښې چې د قران د نړيوال نندارتون د مسلمانانو ملتونو د كلتور او قران په برخه كښې دی ترسره شوه.
د يادونې ده چې دا ناسته د هغه ناستو په ادامه كښې ده چې جامعة‌المصطفی(ص) العالميه یې د قران په موضوع سره د نړيوال ډګر كښې ترسره كوی، له دې وړاندې یې د وږی د مياشتې په 7 نیټۀ د لاتينی امريكې د قرانی چارو په هكله دا سې ناستې ترسره شوې وه.
646459
captcha