د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، نن د قدس نړيواله ورځ ده چې دحضرت امام خمينی په نوښت سره د ايران داسلامی انقلاب له بری وروسته د فلسطين د مظلوم ملت د ملاتړ په خاطر نومول شوې ده او نن سبا ئې درسته اسلامی نړۍ پيروی كوی او هركال ئې په ډير پرتم اوولولې سره لمانځی او داسرائيلو او استعمار په تيره بيا د امريكا له وحشی ډوله جنايوتو څخه سخته كركه اعلانوی درست مسلمانان نن سړكونو ته راووتل او د روژې د مباركې مياشتې په ورستۍ جمعه يعنی په يو م ا.... د فلسطين له مظلوم ملت سره خپله خواخوږی او هرډول ملاتړ اعلان كړ چې دا د ځينو هغو عربانو مشرانو لپاره چې نن ورځې په واشنګټن كې د فلسطين دموضوع د هيرولو په خاطر د ساز باز په خبرو اترو كې د اوباما او نتن ياهو ترڅنګ ناست دی او دفلسطينيو ماشومانواو ميرمنو مظلوميت ئې هير كړی دی خو د نړۍ پتمن مسلمانان به ئې هیڅكله هير نه كړی
647123